کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ لوړ پوړي پوځي قوماندان “یحیی سنوار” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ګڼو عربي هیوادونو ځوانان یې لیکو کې د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې جګړه کوي. که څه نوموړي د کوم هیواد نوم نه دی اخیستی؛ خو په خبره یې د ټولې اسلامي او عربي نړۍ ولسونه یې ترڅنګ ولاړ دي او ټینګار یې کړی، چې د له غزې د وروستي صهیونیستي اشغالګر تر وتلو به مقاومت ته دوام ورکوي. نوموړي دغه راز یوځل بیا د یمن د وسله والو ځواکونو، حزب الله غورځنګ او د عراق د اسلامي مقاومت له ځواکونو مننه کړې، چې په دې سختو شرایطو کې د فلسطیني ولس ترڅنګ ولاړ دي. د یادونې وړ ده، چې یحیی سنوار دوه ورځې وړاندې د حماس غورځنګ په مرکچیانو غږ کړی و، چې صهیونیستي ريژیم سره په خبرو کې تنازل ونکړئ ځکه په خبره یې وسله وال یې په یوه تاریخي او پایله لرونکې جګړه کې ښکیل دي.


















