صهیونیستي اشغالګرو پر یمن هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د صهیونیستي اشغالګر ريژیم جنګي الوتکو اسرائیلي د یمن پر بیلابیلو سیمو باندې هوایي بریدونه کړي دي.

د یمن د دولتي تلویزیون د راپور له مخې اسرائیلي الوتکو د تیلو زیرمې په نښه کړي او په نښه شویو سیمو کې پراخه اورلگیدنه هم رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې تراوسه د دې بمباریو له کبله د اوښتې مرگ ژوبلې په اړه کره مالومات نه دي خپاره شوي؛ خو د یمن د وسله والو ځواکونو یوې سرچینې “کابل ټکی کام” ته وویل، چې بریدونه مرګ ژوبله لري.

مربوطه مطالب

Back to top button