کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن په “الحدیده” بندر او د یمني پوځ په ځینو اهدافو د اسرائیلي اشغالګر ريژیم د وړمې ورځې په هوایي بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یمن د وسله والو ځواکونو مرستیال ویاند “محمد عبدالسلام” کابل ټکی کام ته وویل، چې د صهیونیستي ريژیم جنګي الوتکو په “الحدیده” ایالت کې د نفتو یوه کارخونه او لس پوځي اهداف په نښه کړي، چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي او ۸۸ نور ټپیان دي. په ورته مهال د صهیونیستي پوځ ویاند د بریدونو مسؤلیت منلی او په خبره یې بریدونه یې په “تل أبیب” د یمني ځواکونو د وروستي برید په غبرګون کې ترسره کړي، چې په پایله کې یې د یمن د وسله والو ځواکونو ۶ اهداف له منځه وړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي اشغالګر ريژیم وروسته له هغه یمن کې اهداف په نښه کړل، چې درې ورځې وړاندې د یمن وسله والو ځواکونو د اسرائیلو په پلازمېنه تل أبیب د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.


















