کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یمن جمهوریت په الحدیده بندر د صهیونیستي رژیم هوايي برید، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي، په کلکو ټکو غندلی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر نړیوالو سازمانونو او پر سيمه اغیزمنو هیوادونو باندې غږ کړی، چې په غزه او سیمه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي، ترڅو دغه جنایتونه او ظلمونه په سیمه کې د لا زياتو تلفاتو او ويجاړيو لامل نه شي.


















