دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

غرب او ديني ازادي؟!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جولای 22, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
26
ځلې شریک شوی
330
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حميدالله بسيا

مخکې له دې چې په لويديځ کې په ديني ازادي خبرې وکړو لومړی به ديني ازادي تعريف کړو چې څه شی ده.
ديني ازادي له هغې ازادي څخه عبارت ده چې يو فرد، ډله يا ټولنه دخپلو باورونواو عقايدو په ښکاره لمانځنه، عمل رعايت او عبادتونو کې په پټه يا ښکاره ډول بشپړه ازادي ولري.
خو په دې وروستيو کې په منځني ختيځ او په تېره بيا د اسرايلو – فلسطين له جګړې سره په بې ساري ډول د مسلمانانو په مقابل کې په اروپايي او په ځانګړي ډول امریکايي ټولنو کې احساسات راپارېدلي دي ، هلته د مسلمانانو د اړيکو ټولنه چې CAIR په نوم يادېږي او په امريکا کې د مسلمانانو يوازينی ستره او تر ټولوپخوانی ټولنه ده چې هلته مېشت مسلمانان په يوه ټغر سره راټولوي او د هغوی ستونزو د حل په موخه کار کوي وايي چې يوازې سږکال له له ۶۵۰۰ څخه ډیر شکایتونه مسلمانانو ورته کړي دي چې په امريکا کې د حکومت، ځايي وګړو له ستونزو سره مخ شوي، د جبري کډوالي، د پولیسو او استخباراتو لخوا تاوتریخوالی، له کورنیو څخه د ماشومانو اخيستل او د حکومت زیات کنټرول له امله ستوني ته راغلي دي. دوی له حرفو او دندو څخه څخه محروم دي او ماشومان يې د شکل، ظاهري لباس، نومونو، او دين له امله په ښوونځیو کې ځورول کیږي.
د فلسطین او اسرايلو د جګړې له امله په تلويزيونونو کې هم هغه کسان چې د فلسطينيانو ننګه کوي او مسلمانان ژورنالستان دي له دندې لرې کړل شوي دي لکه مهدي حسن چې د (مهدي حسن شو) په نامه یې له MSNBC تلويوني چينل باندې مشهوره خپرونه مخ ته وړله، ايمنا محی الدین، علي ويلشي دوه نور هغه مشهور ژورناليستان وو چې تلویزني چېنلونو څخه له دندې له دې امله لرې کړای شول چې د دوی خبرې د فلسطين او اسرايلو د جګړې له امله په امريکايي ټولنه کې نه شوای زغمل کېدلی. ددې مشهورو ژورنالستانو منفک کېدل په افريقا، اسيا او اروپا او ان خپله په امريکا کې د مسلمانانو کې له توند غبرګون سره مخ شول.
د امریکا متحده ایالاتو کې د اسلام ضد احساسات ورځ تربلې د پراخېدو په حال کې دي او دوی په امريکايي ټولنه کې د ( اي ليګل ايلينز) په نامه يادېږي يانې هغه کسان چې غيرقانوني امريکا ته راغلي او غواړي په دې هېواد کې ځآن سېټ کړي. د مسلمانانو ځورونه د دولت، عامه انجمنونو او حتی فرقو لخوا ورځ تر بلې پسې پراخېږي. وضعیت يوازې له مسلمانانو سره نه بلکې د نورو عقیدو له پيروانو سره هم چندان ښه نه دی له بودایانو او یهودانو او همدارنګه له هغو عيسويانو سره چې کاتوليک او پروتسنانت نه دي هم لوی تبعيض کېږي.
ددې ډول پېښو پخواني تاريخ ته چې ګوري کټ مټ د دويمې نړيوالې جګړې پرمهال جرمني ته ورته دی چې هلته به د بېلابېلو اديانو پیروان مجبورول چې په خپلو جامو کې د پیژندنې ځانګړي نښه وګنډي، دوی له ډېرو عام المنفع اسانتیاوو څخه محروم وو او په عامه ترانسپورت کې سفر کولو کې له بنديز سره مخ وو.
په امریکا کې تر اوسه د مسلمانانو لپاره ځانګړي ځايونه نه دي جوړ شوي خو په ځينو ايالتونو کې د حجاب او نورو کلکو اسلامي اصولو په رعايت کولو سره دوی له ناسم چلند سره مخ کېږي لکه فرانسه او نور هېوادونه .
په امريکا کې په تیرو دریو کلونو کې د قانون پلي کونکو ادارو له لوري د مسلمانانو په وړاندې تعصبي چلند يو نيم چند زیات شوی دی. چې په تېرو ۵۰ کلنو کې بې ساری دی. او د اسلام فوبیا ( له اسلام او مسلمانانو څخه د وېرې) کچه په تیرو ۳۰ کلونو کې ترټولو لوړ حد ته رسېدلې ده.
د امريکا د مسلمانانو داړيکو ټولنه CAIR په خپل راپور کې ليکي چې د مسلمانانو د ځورونې لپاره د دوی د معلوماتو پر بنسټ هغو سخت دريځو چې د مسلمانانو سخت ضد دي، يوازې له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې ۱۰۶ ميليونه ډالره نغد فنډ راټول کړی وو چې د مسلمانانو په ځورولو کې فعالو کسانو باندې وویشل شي.
يوازې په امريکا کې خبره نه خلاصه کېږي په اروپا کې په دې وروستيو کلونو کې د پېغمبرص کاري کارتون رسمول، قرانکريم سوځول او سپکاوی یې کول د مسلمانانو پر حجاب ملنډې وهل او نور ټول هغه کارونه چې مذهبي احساسات راپاروي ددې نښانې دي چې په اروپا کې هم د مسلمانانو پر وړاندې هغه درناوی چې پخوا موجود وو اوس نشته او ورځ تر بلې د مذهبونو او عقايدو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېرېږي.
شنونکي په دې باوري د مذهبيونو دا ډول ځورونه په نړۍ کې د ټولیزې دیکتاتورۍ د رامینځته کولو له هڅو سره بشپړ تړاو لري. تر څو چې په خپلو نفسونو کنترول لرونکي خلک وي، ترڅو چې په عقايدو باور لرونکي خلک وي دیکتاتورۍ ناممکنه ده. دین تل ځینې اصول لري چې د مومنانو د ژوند سرې کرښې دي او سرغړونه نشي ترې کولی. عقیده تل د یو شخص شخصي انتخاب دی، مګر یو څوک چې بې دينه وي هغه يوې خالي تختې ته ورته دی چې هر دیکتاتور به پرې خپل قوانین ليکلی شي . بې ایمانه خلک چې په ابديت باور نه لري او د خپلو ښو کړنو د مکافاتو او بد کړنو پر مجازات کېدو باور نه لري د دنياووي خدايانو (غربي سياسيونوغلامان دي. یوازې دا ډول خلک د فردي د دوی په اصطلاح ( ښه دنياوي ژوند ) لپاره د خپل مالک د حکم لپاره هر څه کولو ته چمتو دي.
اسلام د بې حیایۍ او فاحشۍ په وړاندې وروستی خنډ دی. هرڅومره ژر چې په دينونو باورونه او د مسلمانانو د راټولېدلو او مذهبي ځايونه لکه مسجدونه، او نورمقدس ځايونه بند شي ، نړۍ به د LGBT او ټرانس ایډیالوژیو په تیاره کې وپوښل شي. په امریکا کې د مسلمانانو ځورول یوازې د دین پر وړاندې مبارزه نه ده، بلکې د عقايدو او پاک فکر پر وړاندې جګړه ده. چې غواړي د حق پر ځآی باطل پراخ کړل شي خو إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوی ټکي: غرب، دیني، آزادي، حمیدالله بیسیا،
مخکینې مطلب

سرنگونی ۲ طیارۀ بی‌سرنشین پیشرفتۀ امریکا در یمن

بل مطلب

یحیی سریع: صهيونیستي دښمن سره يوې سترې جګړې ته بشپړ چمتوالی لرو

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com