کابل ټکی کام (جمعه، ۵ زمری، ۱۴۰۳ل)
د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې روسي ځواکونو د اوکراین ۳۶ بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي. د روسیې دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې الوتکې یې د اوکراین په دویم ستر ښار “خارکیف” کې ویشتلي دي. د روسيې دفاع وزارت دغه راز خبر ورکړی، چې ځواکونو یې په خارکیف او دونستیک کې درې ښارګوټي له اوکرایني ځواکونو نیولي دي. د روسیې دفاع وزارت دغه راز ویلي، چې په خارکیف کې یې د اوکرایني ځواکونو ځوابي برید شنډ کړی او ۵۵ اوکرایني پوځیان یې وژلي او ۷۰ تنه نور یې ژوندي نیولي دي. په ورته مهال د اوکراین د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ هم د خارکیف او دونستیک له دوه سیمو د خپلو ځواکونو د پر شا کېدو د پخلي ترڅنګ د خپلو ۳۰ پوځیانو وژل کېدل او د ګڼو نورو د نیول کېدو خبرونه تائید کړي دي.


















