کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۳ل)
د سوریې په اشغال شوې ګولان سیمه کې د لبنان د حزب الله غورځنګ د توغندیز برید له امله ۱۱ اسرائیلي وګړي وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. اسرائیلي رسنیو ویلي، چې د ګولان په سیمه کې د فوټبال په یو لوبغالي د لبنان څخه په توغول شوي توغندي برید کې ۱۱ اسرائیلي وګړې وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپیان دي. د راپور له مخې دا برید د ګولان په “مجدل شمس” سیمه کې شوی او د ۷ تنو ټپیانو حالت نازک ښودل شوي دی. د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو لومړي وزیر په بېړنۍ توګه د امریکا سفر پای ته رسولی او د برید وروسته بېرته اسراییلو ته ګرځېدلې دی.


















