کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په “شجاعیه” سیمه کې د حماس ځواکونو سره په نښتو کې شپږ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې د صهیونیستي اشغالګر پوځ دوه ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې شپږ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ هم د غزې تړانګې په رفح ښارګوټي کې حماس ځواکونو سره په نښتو کې ۷ تنه اشغالګر پوځيان وژل شوي وو.