کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپل سیاسي مشر “اسماعیل هنیه” د شهادت د خبر پخلی کړی دی. رویټرز خبري اژانس، د حماس غورځنګ د اعلامیې له قوله خبر ورکړی چې په تهران کې د هغه د اوسېدو پر ځای برید شوی دی. د یادونې وړ ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر، اسماعیل هنیه، د ایران د نوي ولسمشر، مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته تللی و.


















