کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنيو دفتر د معلوماتو له ولسمشر اردوغان د شهيد اسماعيل هنيه له ميرمنې او اولادونو سره په ټيليفون خبرې کړي او خپله ژوره غمرازي يې ورسره شريکه کړې ده.
اردوغان په دغه ټليفوني مکالمه کې د صهيونيستي اشغالګرو له لوري په يوه بزدلانه حمله کې د حماس د اسلامي غورځنګ د مشر اسماعيل هنيه د شهادت له خپل ژور خپګان څرګند کړ او د نوموړي د کورنۍ غړو ته يې د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.
د يادولو وړ ده چې شهيد ښاغلی اسماعیل هنيه د تېرې چهارشنبې په ورځ سهار وختي د صهيونيستي اشغالګرو له لوري د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف د يو بريد په ترڅ کې د ايران پلازمېنه تهران کې په شهادت ورسيد.


















