د حماس د سیاسي دفتر د مخکیني مشر شهید اسماعیل هنیه جسد خاورو ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۲ زمری، ۱۴۰۳ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر د مخکیني مشر شهید “اسماعیل هنیه” د جنازې لمونځ نن جمعه د قطر پلازمینې دوحه کې د محمد بن عبدالوهاب جومات کې ادا شو.
اسماعیل هنیه به د لوسیل سیمه کې د بنسټ ايښودونکي هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د شهید هنیه د جنازې مراسمو کې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد او د ګڼو هېوادونو چارواکو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې اسماعیل هنیه دوه ورځې وړاندې د ایران په تهران ښار کې په شهادت ورسېد.

مربوطه مطالب

Back to top button