کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۳ل)
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې د تل ابیب بن ګورین هوایي ډګر له سایبري بریدونو سره مخ دی او تېرو ۲۴ ساعتونو کې اکثریت پروازونه یا خو له ستونزو سره مخ شوي او یا هم لغوه شوي دي.
راپورونو کې ویل شوي، چې د هوایي ډګر وېب پاڼه له لاسه وتلې او د پروازونو چارې یې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.
دغه راز د اسرائیلي او ځینو نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د صهیونستي رژیم روغتیا وزارت پر دغه رژیم یو قوي احتمالي برید ته د چمتوالي په موخه د تیارسۍ په حالت کې دی او دغه راز امریکا متحده ایالاتو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې اسرائیلو او په اشغالي فلسطین کې د ګرځېدو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي.
پر صهیونستي رژیم د برید احتمال په تهران کې د اسماعیل هنیه او لبنان کې د حزب الله د یو قومندان تر شهیدېدو وروسته مخ په زیاتېدو دی، چې ښایي دغه برید ایران او یا هم حزب الله ترسره کړي.


















