کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۳ل)
د ايران د سپاه پاسداران د عمومي اړيکو دفتر له لوري د حماس غورځنګ د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه د شهادت په اړه درېيمه شمېره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سپاه پاسداران په مېلمستون کې د هنيه پر خونې بريد کې له لنډ واټن ويشتونکي توغندي او له ۷ کيلو ګرامه ډېرې قوت لرونکې سرګلولې څخه استفاده شوې او دغه راز د دغه سازمان وروستي معلومات هم د تېرو هغو په څېر ښيي چې بريد د اسرائيلو صهيونيستي رژيم د امريکا په مرسته ترسره کړي.سپاه پاسداران يوځل بيا خبرداري ورکړي، چې سخت غچ به يې واخلي.هنيه تېره اوونۍ په تهران کې وروسته له هغې په شهادت ورسول شو، چې د دغه هيواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې په مراسمو کې يې ګډون کړي و.هنيه د حماس او اسرائيلو ترمنځ د اوربند په روانو خبرو کې هم مهم رول درلود.


















