یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د اسماعيل “هنيه” د شهادت په مناسبت کابل کې د قرآن‌کريم د ختم او دعا مراسم ترسره شول

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اگست 4, 2024
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, مهم
0
15
ځلې شریک شوی
185
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۳ل)

د افغان مؤمن او متدين ولس له لوري، د فلسطين له مجاهد ولس سره د «الاقصي مسجد» د آزادۍ د مخکښ او پېژندل شوي سالار اسماعيل “هنيه” تقبله الله د شهادت په مناسبت، د غمرازۍ شريکولو په موخه، پرون د کابل ښار په عيدګاه جامع جومات کې د قرآن‌کريم د ختم او دعا مراسم ترسره شول.
په دغو مراسمو کې چې د افغانستان د اسلامي امارت مقاماتو او مسئولينو، علماء کرامو او زرګونو هېوادوالو او مجاهدينو ګډون کړی و؛ د امام محمد شيباني مدرسې مهتمم شيخ فضل الله نوري وويل ،چې تاريخ د تکرارېدو په حال کې دی او نړۍ پر غزې راټوله شوې او د فلسطينيانو پر وړاندې ډول ډول بشري ضد جنايتونه ترسره کوي او د صهيونيستي اشغالګرو جنايتونه ګوري.
شيخ نوري زياته کړه: تاريخ به دا ثبت کړي چې عربي نړۍ او يو شمېر اسلامي هيوادونه، سره له دې چې ټول امکانات په واک کې لري؛ خو د فلسطيني آزادي غوښتونکو هېڅ ډول ملاتړ نه کوي؛ خپل مرزونه يې د مجاهدينو پر مخ تړلي او د غزې پر مظلومو مسلمانانو د غرب او صهيونيستي رژيم ظلمونه او جنايتونه ننداره کوي.
د ده په وينا، که څه هم د شهيد اسماعيل “هنيه” ترور د هر مسلمان زړه ټپي کړ؛ خو په ټوله نړۍ کې يې د مسلمانانو د بيدارۍ څپه را ژوندۍ کړې ده.
دغه راز، په کابل ښار کې د عبدالرحمن جامع مسجد خطيب مفتي محمود ذاکري وويل چې د صهيونيستي اشغالګرو له خوا د اسماعيل “هنيه” شهادت، د ټولو مسلمانانو لپاره وياړ دی او د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ به د يووالي او قوت او همدا رنګه له اشغال څخه د فلسطين د بشپړې آزادۍ سبب شي.
د کابل پوهنتون استاد پوهنمل ډاکټر سيد روضت الله مجيد په خپلو خبرو کې وويل چې د غزې غيورو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د حماس جهادي غورځنګ وښوده چې د قدس د آزادولو يوازېنۍ لاره جهاد دی او په جهاد او قربانيو سره، د صهيونيستي اشغالګرو د استعمار پای ته رسول شوني دي.
نورو ويناوالو هم په خپلو خبرو کې، مسلمانانو ته د «الاقصي مسجد» اهميت بيان کړ؛ د فلسطينيانو د برحقې مبارزې او قربانيو ستاينه يې وکړه او د نړۍ پر ټولو مسلمانو يې غږ وکړ چې د فلسطينيانو ترڅنګ ودرېږي او له صهيونيستي اشغال څخه د فلسطين د آزادولو په لاره کې دې خپله اسلامي او انساني وجيبه اداء کړي
د مراسمو په پای کې د حماس جهادي غورځنګ د سياسي دفتر د مشر اسماعيل “هنيه” د شهادت په اړه د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزراء ملا محمد حسن آخند د تعزيت پيغام ولوستل شو ،چې په يوه برخه کې يې داسې راغلي دي: « د ايران پلازمېنه تهران کې د اسلامي مقاومت حرکت (حماس) د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنية شهادت له زړه ودردولم. صهونيستي رژيم داسې مهال شهيد اسماعيل هنية په نښه کړ چې هغه د يوه حکومت مېلمه او د حماس مشر مرکچي و. د داسې يوه شخصيت په نښه کول د ټولو مروجو نړيوالو نورمونو شديد نقض دی او ښيي چې دښمنان په روانه جګړه کې هېڅ اصل ته درناوی نه لري.»

دا هم ولولئ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

لوی ټکي: هنیه، شهادت، کابل، غمرازی،
مخکینې مطلب

د هنيه د شهادت پېښه؛ سپاه پاسداران يې په اړه نوي جزيات خپاره کړي

بل مطلب

يمني ځواکونو بې پیلوټه امریکايي الوتکه او يوه بيړۍ ويشتلې

ځانګړي مطالب

افغانستان

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
افغانستان

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026

وروستي

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com