کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۳ل)
ګڼ شمېر امريکايي پوځيان په سوريه کې د بې پيلوټه الوتکې بريد کې ټپي شوي دي. امريکايي چارواکو رويټرز خبري اژانس ته دا بريد تائيد کړي او ويلي يې دي چې په تېرو څو ورځو کې پر امريکايي او ائتلافي ځواکونو باندې دا يو بل ستر بريد دی او په داسې حال کې کېږي ،چې په منځني ختيځ کې د جګړې د پراخوالي اندېښنې ډيرې شوې دي. د امريکا پوځ په لومړي سر کې ويلي و چې د ډرون الوتکې په بريد کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو له دقيقې څېړنې وروسته معلومه شوې چې ګڼ شمېر نظاميان برسيرن ټپي شوي دي او ځينې نور بيا د درملنې لپاره نورو ځايونو ته ليږدول شوي دي. تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې بريد د کولو ادعا نه ده کړې.