کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې له بېلا بېلو برخو د اسرائیلو د پلازمینې تل أبیب په ګډون د صهیونیستانو په ګڼو ښارونو پراخ توغندیز بریدونه ترسره شوي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی، المیادین، المیسره او المنار” تلویزیوني شبکو ته په استول شویو پیغامونو کې ادعا شوې، چې ځواکونو یې له نن سهار راهیسې د غزې تړانګې له بېلا بېلو سیمو په صهیونیستي ښارونو سلګونه توغندي ویشتل شوي دي. د القسام لېوا سرچینو ادعا کړې، چې بریدونه یې بریالي و او خپل اهداف یې پکې تر لاسه کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې په غزې تړانګې کې د اسرائیلي پوځ لخوا پراخ هوایي او ځمکني عملیات دوام لري؛ خو د کتونکو په باور فلسطیني مقاومتي ډلې کولی شي، چې اوس هم د اسرائیلو هر ښار په نښه کړي. د یادونې وړ ده، چې حماس غورځنګ داسې مهال په اسرائیلو پراخ توغندیز بریدونه ترسره کوي، چې د یادې ډلې د پخواني مشر اسماعیل هنیه تر شهادت وروسته د حماس غورځنګ مشري “یحیی سنوار” په غاړه اخیستې ده. یحیی سنوار په غزه کې د یادې ډلې یو له مهمو قوماندانانو ګڼل کېږي او د کارپوهانو په اند وروستي بریدونه ښیي، چې نوموړی صهیونیستي ريژیم سره د ټوپک په ژبه د خبرو لیوالتیا لري.


















