کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د فلسطيني ملت د مرستې او امريکا او بريتانيا له لوري پر يمن د تجاوز په غبرګون کې يې هغه کښتۍ په نښه کړې د اشغال شوي فلسطين بندرونو ته روانه وه.
خبرپاڼه زیاتوي چې هوايي او توپچي ځواکونو يې د (Groton) په نامه کښتۍ يې په برياليتوب سره ويشتلې.
يمني ځواکونو په تکراري ډول خبرداری ورکړی چې د صهيونيستي اشغالګرو له لوري د غزې د کلابندۍ او پر فلسطيني ملت د روانو وحشتونو تر بشپړې خاتمې پورې به نه يوازې خپلو بريدونو ته دوام ورکوي، بلکې دغه لړۍ به لا ګړندۍ کړي.


















