کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۳ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله اعلان کړی، چې د لبنان-اسرائیلو پر پوله یې د صهیونیستي اشغالګرو په څلورو پوځي اډو سلګونه توغندي ویشتلي، چې په پایله کې یې ۲۳ صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یاد غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې د حزب الله د پوځي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ځواکونه یې توانیدلي، چې د لبنان-اسرائیلو پر پوله یې د صهیونیستي ريژیم څلور پوځي اډې په نښه کړي، چې په پایله کې یې ۸ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
المنار تلویزیوني شبکې د حزب الله مقاومتي غورځنګ د اطلاعاتو د دفتر په حواله څرګنده کړې، چې د غزې په تړانګه کې د باثباته فلسطیني ملت او د هغوی له زړور او باعزت مقاومت څخه د ملاتړ په موخه یې د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې د خپلو ځپونکو عملیاتو دویم پړاو پیل کړی دی او تر هغو به دوام ورکوي، چې غزه کې جګړه پای ته نه وي رسیدلي.


















