په سوریې د اسرائیلو برید؛ ۱۸ تنه شهیدان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۳ل)

اسرائيلي اشغالګرو تېره شپه د سوریې په مرکزي سيمو هوايي بريدونه کړي، چې په پایله کې یې ۱۸ تنه شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د سوریې وسله والو ځواکونو د سپتمبر د ۹مې نېټې په سهار په یوې اعلامیې کې ویلي، چې اسرائيلي اشغالګرو د سپتمبر د ۸مې نېټې په شپه د دغه هېواد د مرکزي سیمو څو پوځي ځایونه په نښه کړي، چې له امله یې ۱۸ تنه شهیدان شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې په ۸مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۲۰ دقیقو د لبنان له شمال لوېدیځ څخه د سوریې د مرکزي سیمو پر ګڼو پوځي ځایونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۸ تنه شهیدان شوي، ۷۰ نور ټپیان شوي او یو شمېر تاسیسات یې زيانمن کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button