کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ وږی، ۱۴۰۳ل)
د امریکا د دفاع او د نایجریا د ملي امنیت او د دفاع وزارتونه وايي، چې له هغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شوی دی.
د وتلو دا بهیر د روان کال د مې په ۱۹مه د دواړو اړخونو ترمنځ د تخلیې په شرايطو باندې له ګډ تفاهم وروسته پیل شو.
د یادونې وړ ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اغیزناکې همکارۍ او تفاهم په اساس د تخلیې پروګرام له کومې ستونزې پرته بشپړ شوی، دواړو خواو د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۱۵مه وروستۍ نېټه ټاکلې وه.


















