کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۳ل)
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله ځواکونو په برید کې یې ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې حزب الله ځواکونو د لبنان اسرائیلو پر پوله د اسرائیلي پوځ پر دوه پوځي اډو د توغندیو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۱ سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
په ورته مهال د حزب الله غورځنګ پوځي سرچینو د یاد غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې نن مازدیګر ناوخته د لبنان او اشغالي فلسطین پر پوله د صهیونیستي پوځ درې پوځي اډې په توغندیو ویشتلي، چې په پایله کې یې ۶ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د صهیونیستي څارګرې ادارې “موساد” لخوا د حزب الله غورځنګ پر غړو تر بې ساري سایبري برید وروسته په سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ کړکیچ مخ پر ډېرېدو ده.


















