کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۳ل)
د نړېوالو اړېکو کارپوهان په دې اند دي، چې څه کم یو کال په بنده تړانګه کې له خوړو، برېښنا او بهرني ملاتړ پرته د نړۍ له لویو زبرځواکونو سره له جګړې وروسته حماس اسلامي غورځنګ لا هم په نظامي ډګر کې غښتلی دی.
حماس صهیونستي رژیم ته شکست ورکړی، دا جګړه د حماس ده، دوی ګټلې. صهیونستي رژیم ونه توانېد چې حماس مات کړي، دا یو څرګند واقعیت دی. حماس ژوندی دی او د جګړې پوره وړتیا لري.
په امریکا او نوره غربي نړۍ کې دا واقعیت ځکه په رسنیو کې نه ویل کېږي، چې په سیاسي لحاظ سم نه برېښي.”
اسلامي مقاومت په نظامي تاریخ کې بې مخینې ریکارډ جوړوي. مقاومت د منځني ختیځ ټولې سیاسي معادلې څېرې کړې. نن مقاومت هغه جهت دی چې د سیمې د سیاسي بلانس محاسبې څرخوي.


















