کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د صهیونیستي اشغالګرو په هوایي برید کې د حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ لوړ پوړی قوماندان “ابن عقیل” وژل شوی دی.
د حزب الله اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې د برید د پخلي ترڅنګ ویلي، چې صهیونیستي اشغالګرو پلازمېنه بېروت کې د یاد غورځنګ د پوځي شورا غونډه په نښه کړې، چې په پایله کې یې ابن عقیل وژل شوی او ګڼ نور کسان چې ځینې یې د حزب الله غورځنګ مهم غړي دي ټپیان شوي دي.


















