کابل ټکی کام ۱۰کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د عراق یو شمېر مقاماتو خبر ور کړی دی، چې د دغه هېواد د پلازمینې بغداد په مزدحم بازار کې د دوو چاودنو له کبله لږ تر لږه ۵۹ کسان وژل شوي دي، او نږدې تر سلو کسانو پورې نور ټپيان دي.
د دغه هېواد یادو مقاماتو د پولیسو له قوله ویلي دي، پرون په مدینة الصدر چې یوه شیعه مېشته سیمه ده، بمي چاودنه شوې وه.
پولیسو ویلي دي، چې له دغې بمي چاودنې څخه څو دقیقې وروسته د دغې چاودنې په ځای کې خلک را جمع شوي وو، چې د همدغو خلکو په منځ کې یوه بله بمي چاودنه هم وشوه.
د پولیسو له قوله چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۲ حکومتي کسان، وژل شوي دي، او ۳۵ کسان نور ټپيان شوي دي.
داعش ډلې د یادو چاودنو مسئولیت منلی دی.


















