کابل ټکی کام ۱۰کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
ولسمشر غني یو قانوني کمیسون په دې موخه چې د سردار داوو خان مقبره له سره ورغوي، غني ویلي دي، چې د سردار محمد داوود خان عزت او احترام زمونږ مسئولیت دی.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس عبدالباري جهاني رسنیو ته ویلي دي، چې د سردار محمد داوود خان د مقبرې د تجدید لپاره ۴۰۰ زره ډالره بودیجه دولت پر ځان منلې ده، او ولسمشر غني له خپل شخصي حساب څخه ۲۰ زره ډالره منلي دي.
ولسمشر غني وايي:
« ۲۰ زره ډالر زه له خپل جېبه ور کوم، او ۴۰۰ زره ډالره بودیجه د حکومت له لورې ور کول کیږي.»
جهاني وویل، چې د سردار محمد داوود خان د مقبرې د تجدید غوښتنه د کندهار، روزګان، فراه، زابل قومي مشرانو او د لوی کندهار شوراء کړې وه.
سردار محمد داوود خان لومړی ولسمشر وو، چې د ۱۳۵۷هـ.ش کال د ثور په اوومه د کمونستانو له لورې د خپلې کورنۍ د ټولو غړیو سره ووژل شو، خو د سردار صاحب قبر ۳۰ کاله نا مالوم وو.
د سرداد محمد داوود خان قبر په ۱۳۸۷هـ.ش کې د کابل په پلچرخي کې د یو لړ تحقیقاتو په نتیجه کې وموندل شو، چې پکې نوموړی او د ده ورور سردار محمد نعیم او د کورنۍ ۱۶ غړي نور پکې خښ کړی شوي وو، بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لورې په تپّ تاجبیک کې خاورو ته وسپارل شول.


















