کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۳ل)
د بېلا روس ولسمشر لوکاشینکو ویلي، که عرب هېوادونه وغواړي، نو په یوه اوونۍ کې ټول اسرائیل له منځه وړلی شي؛ خو په خبره یې د امریکا له ویرې د عربي نړۍ مشران د صهیونیستي ريژیم خلاف یوه خبره هم نه شي کولای.
د لوکاشنیکو په خبره: یو کوچنی هېواد د امریکا په اشاره پر ټولې عربي نړۍ واکمني کوي او څوک یې پر وړاندې نشي درېدای.
نوموړي دغه راز عرب مشران د امریکا لاسپوڅي بللي او د حماس اسلامي غورځنګ په ګډون یې په سیمه کې صهیونیستي ضد ډلې ستایلي، چې د اسرائیلي ترهګرو پر وړاندې جګړه کوي.


















