ذبیح الله مجاهد: ملګري ملتونه باید د تعامل لاره غوره کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۳ل)

د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” په خپلو تازه څرګندونه کې په ملګرو ملتونو غږ کړی، چې م باید د شته ستونزو د حل لپاره د تعامل لار غوره کړي

ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د نهه‌ اویایمې سرمشریزې په اړه ویلي، چې د شته ستونزو د حل یوازنۍ لار تعامل دی او ملګري ملتونه باید په دې اړه خپل مسوولیت ادا کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې ملګري ملتونه باید خپل دا دریځ، چې افغانستان ته په دا ډول غونډو کې د ګډون اجازه نه‌ورکوي؛ پرېږدي.
هغه وایي؛ افغانان له نړۍ سره ښه تعامل غواړي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې اسلامي امارت ته بلنه نده ورکړې. او په دې غونډه کې یې د تېر حکومت استازي نصیر احمد فایق ته د افغانستان څوکۍ ورسپارل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button