کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “یحیی سنوار” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ډېر ژر به د اسماعيل هنيه غچ واخلي.
یحیی سنوار دغه راز ویلي، چې د شهید اسماعیل هنیه غچ په نورو نه، بلکې په خپله یې اخلو او ډېر ژر به یې واخلو.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د هغه د وینې د څاڅکې، څاڅکې بدله اخلو چې اروا یې ښاده شي.
د یادونې وړ ده، چې یحیی سنوار همدارنګه زیاته کړې، چې یو شمېر هېوادونه په لوی لاس هڅه کوي، چې د هنیه د وژنې پېښه عادي یاده کړي؛ خو په خبره دا یوه عادي کس وژنه نه وه بلکې هغه د فلسطین منتخب لومړی وزیر و.


















