کابل ټکی کام (جمعه، ۶ تله، ۱۴۰۳ل)
د عمان لوی مفتي “شیخ احمد الخلیلي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د صهیونیستي وحشي اشغالګرو سره د لبنان د حزب الله غورځنګ مقاومت سپیځلی جهاد او د یهودو پر وړاندې یاد مقاومت کې وژل شوي سرتېري سپیڅلي شهیدان دي.
د الخلیلي په خبره: حزب الله ځواکونه مسلمانان دي او د اسلام د لومړۍ قبلې “بیت المقدس” د آزادۍ او له غزې تړانګې د دفاع په لاره کې د جهاد په لومړي صف کې د اسلام له قسم خوړلو دوښمنانو سره جګړه کوي.
نوموړي حسن نصرالله د اسلامي نړۍ یو غښتلی رهبر ګڼلی، له دریځ څخه یې دفاع کړې، د ملاتړ ډاډ یې ورکړی او د حفاظت دعا یې ورته کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د عمان لوی مفتي شيخ احمد خليلي وخت ناوخت د اسلامي نړۍ په حالاتو تبصرې کوي او له هغو ډلو یې بیا، بیا ملاتړ کړی، چې سیمه کې د امریکا او اسرائیلو خلاف جګړه کوي.


















