سوډان؛ د پلازمینې له ځینو سیمو د حکومتي ځواکونو تر شاتګ وروسته چټک غبرګون ځواکونو پوځي هوایي ډګر نیولی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۴ل)

العربیه تلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د سوډان چټک غبرګون ځواکونو د پلازمینې خارطوم په ځینو سیمو کې پرمختګ کړی او یو پوځي هوایي ډګر یې نیولی دی.

خو د سوډان حکومتي سرچینې دا ادعا ردوي او وایي چې جګړه لا هم روانه ده.

دواړه لوري یو بل د تبلیغاتو په خپرولو تورنوي، خو حال دا چې د جګړې له سیمو د درنو نښتو او چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button