حماس او فلسطیني دولت د قاهرې په غونډه کې د امجد الشوا پر مشرۍ د غزې د نوې ادارې پر جوړېدو سلا شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۴ل)
د حماس غورځنګ او د فلسطين خپلواکه اداره د مصر د استخباراتو په منځګړيتوب په قاهره کې هوکړې ته رسېدلي، چې د غزې د مدني ټولنو د شبکې مشر امجد الشوا به د غزې د نوي تخنیکي بورډ مشري پر غاړه واخلي.
دغه بورډ به د جګړې له پای وروسته د غزې د اداري چارو مشرتوب کوي. سرچینې وايي، د شوا ټاکنه به تر رسمي اعلان مخکې د امریکا د تائید پړاو هم تېر کړي.
امجد شوا د فلسطيني مدني ټولنو يو مخکښ فعال دی، چې دا مهال د فلسطين د مدني ټولنو د شبکې مشر او د بشري حقونو د خپلواکې کمېټې مرستيال کمېشنر دی.
نوموړی له حماس ملاتړ کوي، خو د دې غورځنګ رسمي غړی نه دی.
اسرائيلي رسنيو هغه د «حماس نږدې کس» بللی، خو فلسطيني لوري دا تورونه رد کړي او ټاکنه یې د ملي يووالي برخه بللې ده.
راپورونه وايي، د قاهرې د وروستۍ ناستې په ترڅ کې د فلسطيني ډلو استازو پرېکړه وکړه، چې د غزې د جګړې له پاى وروسته به يو موقتي تخنیکي بورډ د سيمې چارې پرمخ وړي.
د مصر وړاندیز دا دی، چې د دغه بورډ غړي دې له هغو مسلکي او خپلواکو شخصيتونو څخه جوړ شي، چې د جګړې پر مهال په غزه کې پاتې وو.



