يمني ځواکونو د اشغال شوي فلسطين پر يافا او عسقلان سيمو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۶ تله، ۱۴۰۳ل)

يمني ځواکونو له لوري خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د فلسطيني او لبناني مقاومت څخه د ملاتړ او د صهيونيستي رژيم د جرمونو په غبرګون کې په اشغال شوي فلسطين کې د دښمن دوه اهداف په برياليتوب سره په نښه کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې لومړی هدف يې د اشغال شوې فلسطيني خاورې يافا سيمه کې د «فلسطين۲» نومي بالستيک توغندي په مټ په نښه کړی او دوهم يې د اشغال شوي فلسطين عسقلان سيمه کې د يافا په نامه بې پیلوټه الوتکې په بريد کې په نښه کړی او دواړه بريدونه په برياليتوب سره ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې په پای کې يو ځل بيا ټينګار شوی، چې ځواکونه به يې د صهيونيستي رژيم له لوري د بريدونو تر بشپړې خاتمې پورې خپلو بريدونو ته نه يوازې دوام ورکوي، بلکې په راتلونکي کې به يې شدت نور هم زياتوي.

مربوطه مطالب

Back to top button