یمن؛ صعده ښار کې د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسلهوالو ترمنځ نښتې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۴ل)
د یمني پوځ ویاند جنرال “یحیی سریع” وایي، چې د صعده ولایت په شمالي سیمه کې د حکومتي ځواکونو او د سعودي له ملاتړه د برخمنو مخالفو وسلهوالو ترمنځ سختې نښتې شوي دي.
د نوموړي په وینا، په جګړه کې د سعودي عربستان له ملاتړ برخمن ۴۰ وسلهوال وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
سریع زیاته کړې، چې د جګړې پر مهال د سعودي ائتلاف الوتکو د خپلو لاسپوځو د ملاتړ په موخه په حکومتي ځواکونو هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
نښتې وروسته له هغه پیل شوې، چې د سعودي ملاتړو ځواکونو هڅه وکړه د صعده ښار اړوند څو سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ خو د یمني پوځ له سخت مقاومت سره مخ شول.
سرچینې وایي، جګړه لا هم دوام لري او دواړه خواوې یو بل ته د درنو تلفاتو دعوه کوي.



