
یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین “حیفا” ښار په نښه کړی
کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۳ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ادعا کړې، چې د اشغالي فسطین “حیفا” ښار یې د “هایپرسونیک” بالستیک توغندیو په مټ ویشتلی دی.
د نوموړي په خبره دغه بریدونه یې ځواکونو تېره شپه د حسن نصرالله د وژل کېدو او پر غزې تړانګې د صهیونیستي ريژیم د روانو بریدونو په غچ کې ترسره کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې یحیی سریع یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د صهیونیستي ترهګر او وحشي دوښمن پر وړاندې به خپلو ځپونکو بریدونو ته دوام ورکوي.



