پر یمن اسرائیلي اشغالګرو هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې صهیونیستي اشغالګرو د یمن پر “حدیدة” او ځینو نورو ښارونو پراخ هوایي بریدونه کړي دي.

یمني رسنۍ وایي، چې شیبه وړاندې اسرائیلي او امریکایي ځواکونو د یاد هېواد په حدیده او ځینو نورو ښارونو هوایي بریدونه کړي، چې پکې د تیلو ستر تأسیسات په نښه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه په یادو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویل شوي؛ خو رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی، چې د بریدونو څرنګوالي ته په کتو ښایي مرګ ژوبله ولري.

Related Articles

Back to top button