کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې یمني ځواکونو د امریکا MQ_9 بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمېنه صنعا کې یوې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال ادعا کړې، چې یاده الوتکه یې “صعده” ولایت کې نسکوره کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۷ مې نېټې راهیسې د یمن وسله والو ځواکونو د امریکایي اشغالګرو ورته ډول ۱۱ پرمختللې بې پیلوټه الوتکې ویشتلي او په تېره یوه میاشت کې یې د خپل ډول ۴ الوتکې ویشتلي دي.