په سوریې د اسرائیلو بریدونه؛ د ولسمشر بشارالاسد د ورور په ګډون ګڼ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ تله، ۱۴۰۳ل)
له سوریې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د سوریې په پلازمېنه “دمشق” د صهیونیستي اشغالګرو په هوایي بریدونو کې د ولسمشر بشارالاسد د ورور په ګډون ګڼ کسان وژل شوي دي.
د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې صهیونیستي اشغالګرو تېره شپه ناوخته د پلازمېنې دمشق په “ګرین زون” سیمه هوایي بریدونه کړي، چې پایله کې یې ۹ کسان وژل شوي، چې یو پکې د ولسمشر بشارالاسد ورور ماهرالاسد هم شامل دی.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې صهیونیستي اشغالګر د سوریې د واکمنې کورنۍ یو غړ وژني، اسرائیلي ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې ماهرالاسد په پرلپسې توګه فلسطیني مقاومتي ډلو، حزب الله، د یمن وسله والو ځواکونو او سیمه کې نورو صهیونیستي ضد ډلو ته د وسلو او نورو تجهیزاتو په رسولو کې همکاري کوله او د دمشق په ګډون یې په ګڼو سیمو کې ورته روزنیز مرکزونه هم جوړ کړي و.



