کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د اسرائیلي اشغالګرو یو شمېر ځمکني ځواکونه جنوبي لبنان ته ننوتلي او دا مهال د صهیونیستي اشغالګرو او حزب الله ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.
په ورته مهال د حزب الله مرستیال مشر په یوه تلویزیوني مرکه کې خبرداری ورکړی، چې ځواکونه یې ځمکنۍ جګړې ته بشپړ چمتوالی لري او که صهیونیستي اشغالګر د لبنان جنوب ته د ننوتلو کوښښ وکړي له ځپونکي مقاومت سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي پوځیان په ۲۰۰۶م کال کې هم د جنوبي لبنان ته ننوتلي وو؛ خو د حزب الله ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول، سلګونه سرتېري یې ووژل شول او تر یوې میاشتینۍ جګړې وروسته ناکام را وګرځیدل. د کتونکو په باور حزب الله وسله واله ډله اوس تر پخوا ډېره ځواکمنه ده او ډول، ډول پرمختللې وسلې په واک کې لري.