د لبنان جنوب کې ۳ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۳ل)

په داسې حال کې، چې جنوبي لبنان ته د یو شمېر اسرائیلي پوځیانو تر ننوتلو وروسته سیمه کې د حزب الله ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.

له سیمې وروستي ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د لبنان-اشغالي فلسطین پر پوله د حزب الله ځواکونو سره نښتو کې ۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

حزب الله غورځنګ ته نږدې سرچینو ادعا کړې، چې ګڼو سیمو کې خونړۍ نښتې روانې دي او د اسرائیلي ځواکونو د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button