غزه؛ تېرو لسو ورځو کې ۳۳ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۳ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په شمالي او ځینو نورو سیمو کې په تېرو لسو ورځو کې ۳۳ صهیونیستي پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د حماس اسلامي غورځنګ د پوڅانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند الأقصی تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې په یاده مو ده کې د اشغالګر پوځ لس پرمختللي ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې ۳۳ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي پوځ هم د غزې په شمال کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په هکله یې څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button