کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۳ل)
له لبنان ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د لبنان-اشغالي فلسطین پر پوله حزب الله ځواکونو د صهیونیستي پوځ پر یوې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید کړی، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې ځواکونو یې په بریالیتوب سره یاد عملیات سرته رسولي، چې په پایله کې یې ۱۴ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال اسرائیلي رسنیو هم خبر ورکړی، چې پر اډې یې برید شوی؛ خو پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي دي.
د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ هم حزب الله ځواکونو د صهیونیستي پوځ پر یوې اډې مرګونی برید کړی و، چې په پایله کې یې ۷۰ تنه پوځیان مړه او ټپیان شوي وو.


















