لبنان کې یو لوړ پوړی صهیونیستي قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۳ل)

‏د الجزیرې تلوېزیون د خبر له مخې د اسرائیلو ۹۳۰۸ کنډک مرستیال قومندان د لبنان جنوب کې د یوې نښتې په مهال وژل شوی دی.

د لبنان ۲۴ رسنۍ د اسرائیلي رسنیو له قوله خبر ورکړی، د سه شنبې په ورځ د لبنان پر پوله نښتو کې د دوی ځواکونو ۱۶ سرتېري د سیفد روغتون ته لېږدول شوي.

د ایران تسنیم خبري اژانس بیا ویلي، وژل شوی افسر د دولیو ښار اړوند اوسېدونکی و چې له مودو راهیسې منځني ختیځ کې جنګېدلی و.

دا په روانه اوونۍ کې دویم لوړ پوړی اسرائیلي اشغالګر نظامي دی چې غزه او لبنان کې له منځه وړل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button