په ایران د اسرائیلو برید؛ پلازمېنه تهران کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې کابو دوه ساعته وړاندې صهیونیستي ريژیم د ایران په پلازمېنه تهران، شیراز او ځینو نورو ښارونو توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې پلازمېنه تهران کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو اړوند تسنیم خبري آژانس بیا ادعا کړې، چې د ډیری بې پیلوټه الوتکو مخنیوی یې کړی او د صهیونیستي ريژیم په بریدونو کې د تیلو او اټومي تأسیساتو ته زیانونه نه دي رسیدلي.

په ورته مهال د صهیونیستي پوځ ویاند خبر ورکړی، چې بریدونه یې دقیق و او په خبره یې د ایراني ځواکونو اړوند ګڼ شمېر پوځي مرکزونه یې په نښه کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې په یادو بریدونو کې تر دې دمه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button