کابل ټکی کام (شنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۳ل)
د ایران د انقلابي ځواکونو سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري آژانس د یادو ځواکونو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په ایران یې د اسرائیلو د بریدونو مخنیوی کړی او ټول توغندي او بې پیلوټه الوتکې یې مخکې تر دې چې هدف ته ورسېږي له منځه وړي دي.
یادو ځواکونو دغه راز ویلي، چې په ایران د صهیونیستي اشغالګر او ترهګر ريژیم بریدونه ناکام شوي او دوی به ورته په مناسب وخت کې غاښ ماتونکی ځواب ووایي.
نړیوالې ټولنې په دواړو لوریو غږ کړی، چې له زغم دې کار واخلي او اجازه دې نه ورکوي، چې سیمه کې یوه بله جګړه پیل شي.
په ورته مهال اسرائیلي رسنیو بیا د صهیونیستي ريژیم د پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په ایران یې بریدونه پای ته نه دي رسیدلي او په خبره یې ښایي نن د شنبې تر ماښامه دغه بریدونه دوام ولري.