ایراني رسنۍ: د اسرائیلو بریدونو محدود زیانونه اړولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۳ل)

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په دغه هېواد د اسرائیلو د تېرې شپې هوایي او توغندیزو بریدونو محدود زیانونه اړولي دي.

د ایران تسنیم خبري آژانس د پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د صهیونیستي اشغالګرو په بریدونو کې ۲ پوځیان وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي دي.

تسنیم خبري آژانس دغه راز د اسرائیلي پوځ هغه ادعاوې رد کړي، چې ویلي یې و، چې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو جوړولو ځینې کارخونې یې ویجاړې کړې دي.

یاد آژانس چې سپاه پاسداران ځواکونو ته نږدې بل کېږي په خپل راپور کې ویلي، چې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو کارخونې یې خوندې دي او په خبره یې د هوایي دفاع سیستم یې د اسرائیلو سلګونه توغندي او بې پیلوټه الوتکې مخکې تر دې، چې هدف ته ورسېږي له کاره غورځولي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button