کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۳ل)
د حزب الله عمومی منشي “شیخ نعیم قاسم” په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې په لبنان د اسرائیلي یرغل د پیل راهیسې یې ۹۰ صهیونیستي پوځیان وژلي دي.
نوموړي ویلي: دا د اسرائیلو، امریکا او اروپا نړیواله جګړه ده چې په سیمه کې د مقاومت د له منځه وړلو په موخه روانه ده او د جبالیا په قتل عام کې له سلو څخه زیات عام خلک شهیدان شول، خو نړۍ په دې اړه هېڅ ونه ویل.
“په غزه او لبنان کې د مقاومت افسانوي استقامت به زموږ د نسلونو راتلونکی جوړ کړي.”
موږ په یوولسو میاشتو کې ویلي چې جګړه نه غواړو، خو که پر موږ تحمیل شي، ګټلو ته یې تیار یو.
“موږ د هېچا په استازیتوب نه جنګیږو، بلکې د لبنان د ساتنې، د ځمکنۍ پشپړتیا او د غزې د ملاتړ لپاره جګړه کوو.