حزب الله د اسرائیلو د څارګرې ادارې مرکزي دفتر باندې توغندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۳ل)

په منځني ختیځ کې د کړکېچ پر دوام لري د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د اسرائیلو د څارګرې ادارې “موساد” په مرکزي دفتر توغندیز بریدونه کړي دي.

حزب الله غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرلو سره ادعا کړې، د تل ابیب ښار کې “تل حییم” پوځي اډه او د موساد مرکزي ودانۍ یې په سلګونو پرمختللو توغندیو” په نښه کړې ده.

دا پوځي اډه ،چې ویل کیږي د اسرائیلي پوځ د پوځي استخباراتو برخې پورې اړه لري، د لبنان له پولې څخه نږدې ۱۲۰ کیلومتره لرې پرته ده.

د برید یو انځور د حزب الله پلوه ټولنیزو رسنیو له لارې خپور شوی؛ خو اسرائیلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button