کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۳ل)
فارن پالیسي په دې مقاله کې ځيني هغه موارد په گوته کړي چې امريکا پرې اسلامي امارت سره تعامل کولای شي.
جالبه دا ده، چې د مقالې ليکوالو د هغه روايت ملاتړ کړی چې په تېرو درې کلونو کې امارت خپل کړی ( دوو اړخيزو مسايلو په اړه تعامل؛ خو زموږ ارزښتونو او سياستونو ته له درناوي سره).
د مقالې ليکوالو لوېديځ او په ځانگړې توگه امريکا دې ته رابللې چې اسلامي امارت سره خپل چلن واقعبينانه کړي.
دوی ليکي چې امارت نن د افغانستان يو واقعيت دی.
د ليکوالو له نظره د سيمې هېوادونو خپل تعامل امارت سره عادي کړی، په لوړه کچه پلاوي سفرونه کوي او هوکړې لاسليکوي.
د مقالې په وينا، امارت تر ډيجور رسميت ډيفاکټو تعامل او درناوي ته ډېر ارزښت ورکوي.
مقاله کې راځي، امارت سره د ناغربي رهبرانو لخوا تعامل کې کمی نه ښکاري. دوی ليکي، له ۲۰۲۱ راهيسې د امارت مشرانو ۲۰۰۰ ديپلوماتيکې ناستې کړې دي!
د مقالې د ليکوالو په باور د سيمې هېوادونو امارت سره په تعامل کې واقعگرايي ته پر ایډیولوژۍ ترجيح ورکړې ده. دوی فکر کوي چې امارت سره د ورځ تر بلې زياتېدونکي تعامل پرمهال د لوېدېځ د نه رسميت ستراتيژي يوه موثره وسيله نه ده.
د ليکوالو په باور که لوېديځ د سيمې د هېوادونو په څېر کابل کې ديپلوماتيک حضور سره امارت سره تعامل وکړي کولای شي پرمختگ وشي.