د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وکتل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې وکړې.
په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د چین ولسي جمهوریت سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې مثبتې وګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل.
د چین ځانګړي استازي په خپل وار د دواړو هېوادونه ترمنځ دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاته یې کړه چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی لري.

ده همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ګډون وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button