کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په شمالي او ځینو نورو سیمو کې روانه اوونۍ کې ۶۰ صهیونیستي پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوڅانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند الأقصی تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې په یاده مو ده کې د اشغالګر پوځ ۱۳ پرمختللي ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې ۶۰ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي پوځ هم د غزې په شمال کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په هکله یې څه نه دي ویلي.

















